حاجي محمد نادر خپلواک
حاجي محمد نادر خپلواک شرکت په افغانستان کښي د ټافي تراکتور یوازینی رسمي توزیع کوونکی شرکت دئ.
دا یوه شخصي شرکت ده چې په کرنیز برخه کښی فعالیت کوي.
دغه شرکت په ۱۹۸۵ کال کې د حاجي محمد نادر خپلواک له خوا تاسیس سوی.
حاجي محمد نادر خپلواک شرکت په عمده توګه د کرنیزو ماشینونو، کیمیاوي سرو، افت وژونکو دواګانو، فنګس وژونکو، واښه وژونکو او قانوني کرنیزو هورمونونو د برابرولو او مشورې په برخه کي د افغان بزګرانو لپاره کار کوي.
د حاجی محمد نادر خپلواک شرکت لید دا دی چې په افغانستان کښي یو متوازن کرنیز پرمختګ رامنځته سي، چې د عصري میکانیزم او څېړنو له لاري رهبري کیږي، او له چاپېریال ساتني سره همغږي ولري. د شرکت ماموریت دا دی چي هر افغان بزګر ته عصري میخانیزیشن، پوهه، مهارت او منابع برابر کړي، څو له موجودو منابعو اعظمي ګټه واخلي او لوړ کیفیت لرونکي، بازارموندنې ته مناسب محصولات تولید کړي.
د حاجی محمد نادر خپلواک شرکت موخه دا ده چي په ټول افغانستان کښي عصري میکانیزم، څېړنې او د ټیکنالوژۍ پر بنسټ ولاړ کرنیز سیستم تنظیم کړي.
همداراز حاجی محمد نادر خپلواک شرکت غواړي نوري څېړني ترسره کړي، څو د عصري میکانیزم له لاري د کرنیزي ودي وړتیا لوړه کړي، د کرنیزو محصولاتو کمیت او کیفیت ښه کړي، ترڅو په بازار کي سیالۍ ته چمتو وي، او د ځايي بزګرانو کرنیز وضعیت ښه سي.







